ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ۴۰ کاله کېږي چې نړیوالې ټولنې یو لوی ځلانده تمدن لرونکی ملت له خپل اساسي حق - چې سوله ده - محروم ساتلی دی او دا د زغم وړ عمل نه دی.
ولسمشرغني نن د کب په نهمه د ملي دفاع وزارت دننه د سرتیري ورځې لمانځغونډې ته په وینا کې وویل: (( موږ باعزته سوله غواړو، داسې سوله چې زموږ د امنیتي ځواکونو په مټو، زموږ د فعالو ماغزو او زموږ د خلکو په غوښتنه راشي او دا سوله راتلونکې ده.))
د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیا او پیاوړتیا په اړه ولسمشرغني وویل: (( په تېرو شپږو کلونو کې، تاسو یوه لاره وهلې ده، چې ښايي نورو هېوادوو کې به شل کاله نیسي.))
د ملي دفاع وزارت سرپرست او لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل یادې غونډې ته وویل، تېر کال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډېر ګران کار و، له یوې خوا د کورونا وېروس بندیزونه وو، بل خوا جګړه ډېره شوې ده، خو له دې ازموینې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په بریالیتوب ووتل.
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو به د سولې په برخه کې هم خپل رغنده رول لوبوي.
د کب نهمه یا د سرتیري ورځې په درنښت د هېواد په ټولو ولایاتونو کې دا ورځ په غونډو، پروګرامونو، خوښیو او ولولو ولمانځل شو.
په بیلابیلو ولایاتونو کې چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو، ځوانانو او میرمنو د غونډو پر مهال افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډالۍ ورکړې او ګلونه یې پرې وشیندل.
په ټولنیزو رسنیو کې هم دا ورځ د افغانانو له لورې په لوړه کچه لمانځل شوی.
د نجیب ننګیال په نوم یو تن پر ټولنیزې رسنۍ فیسبوک لیکلی: (( بې ځواکه د عزت ژوند نشي، بلکې بيخي ژوند نشي. د هغې ورځې په هيله چې زمونږ تر ټولو لوی نظامي قوت زمونږ د درې څلور قطعاتو د يونيفورم نمايش، د ايم فور او کلاشينکوف ډزې نه وي. نړۍ بدله شوې. د جګړې کرکتر هم ډېر تغير کړی، بلکې هره لسيزه جګړه او د هېوادونو د دفاع شکل تغير کوي. مونږ هم بايد هغسې ځان عيار کړو چې پکار ده. له حده ډېره ملکي سازي، سياسي مداخلې، ټيټ ظرفيت او پراخ فساد زمونږ د امنيتي او دفاعي ځواکونو د حال او راتلونکي جدي چالشونه دي.))
د یادونې ده، چې د افغانستان تقویم یا کلنۍ کې د کب نهمه د سرتیري د ورځې په نوم ثبت شوی او هر کال لمانځل کیږي.